EconomyEnglishافغانستانزابل

د زابل بڼوال: د مناسب بازار د نشتوالي له امله خپلو حاصلاتو ته… — Amu TV

DevelopingEconomyزابل1 SourcesUpdated: 2026-08-12 10:52:21🎙 Listen to radio

د زابل ولایت بڼوال او بزګران وایي چې د خپلو انګورو او میوو له راټولولو خوشحاله نه دي. د دوی په وینا، د ټول کال زیار او تېرو کړاوونو د ثمر هیله يې د کال وروستیو حاصلاتو ته وي؛ خو د مناسب بازار د نشتوالي او د صادراتي لارو د بندېدو له امله دغو حاصلاتو ته هم تمه نه لري. نعمت‌الله، د زابل مرکز قلات ښار په ترنک سیمه کې د انګورو پر راټولولو بوخت دی، خو زړه نا زړه دی. هغه وایي د دغو محصولاتو لپاره بازار نشته او په خورا ټیټه بیه پلورل کېږي؛ تر دې کچې چې د هغوی د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولای. دغه بڼوال نعمت‌الله وایي: «حاصلات ښه دي، خو موږ نهیلي یو. سوداګر نشته او لارې بندې دي. مخکې مو یو سیر کشمش په اته سوه یا زر افغانۍ پلورل، خو اوس یې په دوه سوه افغانۍ هم نه شو پلورلی. له همدې امله ناامېده یم؛ په مینه اوبه نه ورکوم او حاصلات نه ورڅخه ټولوم.» په زابل کې دوه نور بڼوال او بزګران هم وایي چې د لارو بندښت او د بازار نشتوالي د ټولې میوې او کرنیزو محصولاتو پر بیو خورا بده اغېز کړې ده. د دوی په وینا، د محصولاتو له پلورلو ترلاسه شوې ګټه یوازې دومره کېږي چې خپل پورونه پرې خلاص کړي او ځانونو ته…

Quick facts

Locationزابل
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-12 10:52:21

Timeline

  1. Amu TV

    د زابل بڼوال: د مناسب بازار د نشتوالي له امله خپلو حاصلاتو ته هیله‌من نه یو | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-12 09:58:46

د زابل بڼوال: د مناسب بازار د نشتوالي له امله خپلو حاصلاتو ته هیله‌من نه یو | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button