افغانستانامنیتپښتو

پاکستان: له افغانستان سره یوازې پر قانوني لارو تګ راتګ منو — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-12 16:10:50🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلام اباد پر ډیورنډ کرښه اغېزمن کنټرول لري او تګ راتګ یوازې د ویزې، ټاکلو قوانینو او موجودو هوکړو له مخې مني. نوموړي ویلي، د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي تدابیر به دوام ولري. دغه بنسټ د چارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په تېرو پنځو کلونونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې لکه د ازادۍ سلبول، شکنجه، وهل ټکول، ګواښونه، وژل، وزګارتیا او له رسنیو د ښځو لېرې کول ثبت شوي دي. په راپور کې راغلي دي چې په دې موده کې د خبریالانو د وژلو مسولین طالبان او داعش دي. نی وايي طالبانو په اوسط ډول، په هر ۹ ورځو کې دوه خبریالان یا رسنیز کارکوونکي نیولي دي. دغه بنسټ همدا راز د نیول کېدو او زندان په جریان کې د خبریالانو شکنجه او بد چلند د خبریالانو د حقوقو د جدي نقض په توګه یاد کړی دی. د نی راپور ښیي چې ښځینه خبریالانې او رسنیزې کارکوونکې هم له پراخو محدودیتونو او فشارونو سره مخ شوې دي او د هغوی ډېری برخه له رسنیو څخه کار کولو ته نه دي پرېښودل شوې. نی همدا راز د…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-12 16:10:50

مهالوېش

  1. AF International

    پاکستان: له افغانستان سره یوازې پر قانوني لارو تګ راتګ منو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-12 13:14:54

پاکستان: له افغانستان سره یوازې پر قانوني لارو تګ راتګ منو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button