د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، پر دې خوښ دی چې په افغانستان کې اوسي او له هېواده نه دی وتلی. هغه دا خبرې له یوې ایټالیوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي. ښاغلی کرزی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ژوند کوي. " کوم وضعیت کې چې زه یم، هغه ته له پام پرته، زه خوښ یم چې لا هم د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کولای شم." ښاغلي کرزي ویلي، اوس هم طالبانو "وروڼه" بولي، د نجونو د زدکړو مسله "سیاسي" نه ده او په خبره یې د طالبانو په حکومت کې داسې کسان شته چې په دې تړاو ورسره هم نظره دي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-12 23:00:04
خط زمانی
-
Bbc
حامد کرزی: "له هېواده د نه وتلو پر پرېکړې خوښ یم"