EnglishHealthافغانستانغور

ټرمپ: ایران نور هوايي او سمندري ځواک نه‌لري — AF International

DevelopingHealthغور1 SourcesUpdated: 2026-08-13 04:15:34🎙 Listen to radio

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران نور هوايي او سمندري ځواک نه‌لري، پاتې سرتېرو ته یې تنخواوې نه‌دي ورکړې، د سپاه پاسداران وضعیت ګډوډ دی او ځواکونه یې د تېښتې په حال کې دي. ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره په ډېر احتیاط کار کوي. هغوی کله ناکله د سیمې له خلکو غواړي چې چوپ پاتې شي، څو د کنډوالو له لاندې د هغو کسانو غږونه واوري چې ښايي لا ژوندي وي او مرستې ته اړتیا ولري. د ۷.۴ درجې په کچه دې زورورې زلزلې د دوشنبې په سهار د کولمبیا د قهوې کرکیلې مهمې سیمې ولړزولې. دا زلزله په روانه پېړۍ کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده. راپور زیاتوي، زلزلې په بېلابېلو ښارونو کې د استوګنې ودانیو، کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ودانۍ سختې زیانمنې کړې دي. ځینې ودانۍ چاودې شوې، ځینې یوې خوا ته کږې شوې او یو شمېر نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي. د زیانمنو شویو ښارونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، د سې‌شنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۰۱ کسان په پریرا او ۹۵کسان په کالي ښار کې وژل شوي دي. کالي د کولمبیا درېیم لوی ښار دی. د کولمبیا د ارام سمندر پر غاړه په ځنګلونو پوښلې چوکو سیمه کې، چې د زلزلې د…

Quick facts

Locationغور
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-13 04:15:34

Timeline

  1. AF International

    ټرمپ: ایران نور هوايي او سمندري ځواک نه‌لري

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-13 02:20:23

ټرمپ: ایران نور هوايي او سمندري ځواک نه‌لري

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button