KabulNewsافغانستانپښتو

هند کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي — Pajhwok

روان خبرNewsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-13 05:48:17🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د سختو بارانونو او ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د ممبۍ ښار په یوه سیمه کې شوې او سخت بارانونه د ځمک‌ښویېدنې لامل شوي دي. د راپور له مخې، د شپې له خوا د سختو بارانونو له امله د یوې غونډۍ یوه برخه ښویېدلې او پر څو کورونو راښویېدلې چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان مړه او څو نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د ټپیانو د شمېر او د دې پېښې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-13 05:48:17

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هند کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-13 10:17:30

هند کې د ځمک‌ښویېدنې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button