Politicsافغانستاندریفاریاب

د فاریاب له مرکزي بندخونې ۹۳ زندانیان ازاد او د یو شمېر نورو… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsفاریاب1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-13 11:02:14🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د فاریاب ولایت له مرکزيي بندخونې څخه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې ۹۳ زندانیان ازاد او ۸۳ نورو د بند موده کمه شوه. د فاریاب مرستیال والي مرستیال مولوي نصرت‌الله فیضاني باختر اژانس ته ویلي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي بندخونې څخه ۹۳ زندانیان ازاد او د ۸۳ نورو د بند موده کې کموالی راغلی دی.نوموړي له ازاد شویو زندانیانو وغوښتل، چې د ازادۍ له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخلي، له خپلو کورنیو او خپلوانو سره ښې او سالمې اړیکې ټینګې کړي او ټولنې ته له بېرته ستنېدو وروسته له ناسم کارونو څخه ډډه وکړي.ورته مهال د ازاد شویو زندانیانو د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د یاد فرمان هر کلی کړی او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته نور جرمونه نه کوي او له خپل کورنیو سره به د خوشحالۍ ژوند تېروي.

اطلاعات کوتاه

مکانفاریاب
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-13 11:02:14

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د فاریاب له مرکزي بندخونې ۹۳ زندانیان ازاد او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-13 08:22:10

د فاریاب له مرکزي بندخونې ۹۳ زندانیان ازاد او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button