Englishافغانستانامنیتبدخشان

محلي سرچینې: د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې «د طالبانو یوه چورلکه نسکوره… — AF International

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-08-13 16:20:31🎙 Listen to radio

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان ولایت د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو یوه چورلکه «ویشتل» شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پر چورلکې د جمعه خان فاتح وسله والو ډزې کړې او لوېدلې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی. د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي. دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه منلو له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې دي….

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-13 16:20:31

Timeline

  1. AF International

    محلي سرچینې: د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې «د طالبانو یوه چورلکه نسکوره شوې»

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-13 14:08:04

محلي سرچینې: د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې «د طالبانو یوه چورلکه نسکوره شوې»

Open original source

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button