Kabulافغانستانامنیتدری

متقي او د ایران د کرنې وزیر د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د… — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-13 16:20:34🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري په کابل کې د دوه اړخیزو اړیکو او د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، په خپل راپور کې ویلي چې په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او د دوی په وینا، افغانستان د اطلاعاتو په «زندان» بدل شوی دی. د دغه مرکز د موندنو له مخې، د خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د رسنیزو محدودیتونو د نه مراعاتولو په تور خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه، په تېر یوه کال کې د رسنیو د ازادۍ د نقض تر ټولو مهم موارد وو. د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېر یوه کال کې یې د ۱۵خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو موارد ثبت کړي دي. دغه مرکز وايي، لږ تر لږه ۲۹رسنۍ او رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې د طالبانو د رسنیزو سیاستونو د نه رعایت له امله د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه رسنۍ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو د غوښتنو او لارښوونو د نه منلو له امله د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې شوې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-13 16:20:34

خط زمانی

  1. AF International

    متقي او د ایران د کرنې وزیر د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-13 13:28:00

متقي او د ایران د کرنې وزیر د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په تړاو غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button