کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د عمرې لپاره له افغانستانه لومړۍ الوتنه ترسره شوه او له ۱۲۰ ډېر افغان معتمرین سعودي عربستان ته ولاړل. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په دې مناسبت کابل کې غونډه جوړه کړې وه چې د دغه وزارت مسلکي مرستیال حافظ مولوي محمدحامد حسیب، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي، د عمرې او زیارتونو رییس مولوي عبدالغفور حقاني، د عمرې شرکتونو د اتحادیې مسوولینو او یو شمېر معتمرینو په کې ګډون کړی و. د وزارت مسلکي مرستیال محمدحامد حسیب په دې غونډه کې د عمرې سفر یو مهم دیني او معنوي سفر وباله او معتمرینو ته یې د عمرې د احکامو او فضیلتونو په اړه معلومات او سپارښتنې وړاندې کړې. هغه له معتمرینو وغوښتل چې د سفر پر مهال صبر او زغم ولري، د یو بل درناوی وکړي او خپل وخت په عبادت، ذکر، دعا او نېکو اعمالو تېر کړي. دغه راز، د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي وویل، د عمرې سفر یوازې یو عادي سفر نه، بلکې د عبادت او نېکو اعمالو لپاره یو معنوي فرصت دی. هغه له معتمرینو وغوښتل چې د عمرې مناسک په سمه توګه ادا کړي، د حرمینو شریفینو حرمت، نظم او اړوند مقررات مراعات کړي او د سفر په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
له افغانستانه د عمرې لپاره د روان کال لومړۍ الوتنه ترسره شوه
منابع
Afghan sources
له افغانستانه د عمرې لپاره د روان کال لومړۍ الوتنه ترسره شوه