افغانستانامنیتپښتو

ملګري ملتونه: ۷۴ سلنه افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-14 04:25:43🎙 راډیو واورئ

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې ۷۴ سلنه افغانان لاهم د خپلو بنسټیزو اړتیاوو برابرولو له ناامنۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، دغه کچه نږدې ۲۸ مېلیونه کسان رانغاړي. د کچلاغ قومي او سیاسي مشر مجید کاکړ، چې ۱۳ کاله یې ملا هبت‌الله له نږدې پېژانده، وايي، د هغه غږ یې دومره اورېدلی چې له حافظې یې نه وځي. له همدې امله د طالبانو له لوري خپرېدونکو ثبت شويو پیغامونو هغه دې پایلې ته رسولی چې «دا د ملا هبت‌الله اصلي غږ نه‌دی». کاکړ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله د اوسنیو ثبت شویو غږونو او هغه غږ ترمنځ ډېر توپیر شته چې ده له نږدې اورېدلی و. د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا ۱۵ کاله د بلوچستان ایالت د کوټې ښار د کچلاغ سیمې په قاسم خان کلي کې اوسېدلی و. نوموړی د مدرسې عربیه اسلامیه خیرالمدارس ترڅنګ په الحاج جومات کې مېشت و، چې د «بلوڅانو جومات» په نوم هم پېژندل کېږي. دغه جومات د کوټې د یوه ځایي سوداګر په نوم نومول شوی دی. د سیمې خلک وایي، دغه سوداګر له ملا هبت‌الله اخوندزاده سره نږدې اړیکې لرلې. خو د ۲۰۱۹کال د اګست په ۱۴مه چې د پاکستان د جوړېدو ورځ نمانځل کېده،…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-14 04:25:43

مهالوېش

  1. AF International

    ملګري ملتونه: ۷۴ سلنه افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-14 02:30:02

ملګري ملتونه: ۷۴ سلنه افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button