HealthKabulافغانستاندری

اروپايي ټولنه: تېرو پنځو کلونو کې مو له افغانستان سره څه باندې دوه… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-14 09:20:38🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې يې د بشري مرستو، بنسټيزو اړتياوو او د خلکو د معيشت د ملاتړ برخو کې څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې په هغې خبرپاڼه کې چې پرون (پنج‌شنبه) یې خپره کړې ویلي چې دغه مرستې د نادولتي موسسو، د ملګرو ملتونو ادارو، سره صلیب، سرې میاشتې او نړۍوال بانک له لارې د روغتیا، زده‌کړو، بشري مرستو او نورو بنسټیزو خدمتونو برخو کې لګول شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، کوچنیو پورونو، کوچنیو کاروبارونو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو د ملاتړ برخو کې هم مرستې کړې دي. یادې ټولنې دغه‌راز زیاته کړې چې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ له امله د رامنځته شوو ستونزو د حل په موخه یې له راستنېدونکو او د هغوی له کوربه ټولنو سره هم مرسته کړې ده. په خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې کایا کالاس له قوله راغلي چې دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-14 09:20:38

خط زمانی

  1. Pajhwok

    اروپايي ټولنه: تېرو پنځو کلونو کې مو له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې ده

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-14 13:50:35

اروپايي ټولنه: تېرو پنځو کلونو کې مو له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button