Kabulافغانستانامنیتدری

متقی: د سیاسی بهیر پیل او مخالفینو سره مخامخ خبرو ته اړتیا نشته… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-14 11:08:24🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دوی حکومت له مخالفینو سره د نوي سیاسي بهیر او خبرو اترو پیلولو ته هېڅ ډول اړتیا نه ویني؛ ځکه د ده په وینا، په هېواد کې عمده شته ستونزې حل شوې دي. متقی زیاته کړې چې د طالبانو غېږه د مخالفینو پر مخ پرانیستې ده، خو د یوه نوي سیاسي چوکاټ رامنځته کول اړین نه ګڼي. نوموړي په بدخشان ولایت—په ځانګړي ډول یفتل او زیباش ولسوالیو—کې د وسله‌والو مخالفینو وروستۍ جګړې او تحرکات کم‌اهمیته او وړې پېښې وبللې. په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ له پینځو کلونو تېرېدو وروسته يوازې روسيې د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی دی، متقي وویل چې په کابل کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو د ډیپلوماتیکو نمایندګیو فعال شتون ښيي چې له نړۍ سره په اړیکو کې جدي ستونزه نشته. نوموړي زیاته کړه چې د حکومت رسمیت پېژندل هم لزوماً د افغانستان د ټولو نه حل شویو ننګونو د پای ته رسېدو په مانا نه دی. همدارنګه، د نجونو د لوړو زده‌کړو پر معطل پاتې کېدو د اندېښنو په ځواب کې، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تکرار کړه چې دا لړۍ د «ثاني امر» پورې ځنډول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حاکمیت په پینځو کلونو کې بهر…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-14 11:08:24

خط زمانی

  1. Amu TV

    متقی: د سیاسی بهیر پیل او مخالفینو سره مخامخ خبرو ته اړتیا نشته | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-14 10:05:05

متقی: د سیاسی بهیر پیل او مخالفینو سره مخامخ خبرو ته اړتیا نشته | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button