دهند «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې ویلي چې ښايي د هند لوړپوړي چارواکي په نوي ډیلي کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مراسمو کې ګډون وکړي. په مراسمو کې د ګډون بلنه د طالبانو سفارت ورکړې ده. د زرغون ګوند دوو سیاستوالو سارا ناني او شاهین ګمبیر د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې حکومت له طالبانو سره د همکارۍ له لارې داسې ډلې ته نږدې کېږي چې د ښځو او نجونو اساسي بشري حقونه یې محدود کړي او میلیونونه افغانان یې د نړۍ له تر ټولو لویو او جدي بشري ناورینونو څخه په یوه کې ساتلي دي. ګمبیر، چې د کورنیو چارو کمېټې غړې او د افغانستان په چارو کې د ګوند راپور ورکوونکې ده او ناني، چې د امنیتي سیاست ویانده او د دفاعي کمېټې مشره ده، وايي، د جرمني حکومت له طالبانو سره فعاله همکاري کوي او په دې توګه هغوی ته په نړیواله صحنه کې د منل کېدو زمینه برابروي. د دوی په وینا، د حکومت د دې تګلارې یوازینۍ موخه «په هر قیمت د افغانانو ایستل» دي. د زرغون ګوند سیاستوالو دا څرګندونې پر کابل د طالبانو د واکمنېدو د پنځم کال په درشل کې کړې دي. هغوی یادونه وکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د سقوط…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په ډیلي کې د طالبانو سفارت جګپوړي هندي چارواکي د خپلې واکمنۍ د پنځمې کلیزې مراسمو ته بللي
منابع
Afghan sources
په ډیلي کې د طالبانو سفارت جګپوړي هندي چارواکي د خپلې واکمنۍ د پنځمې کلیزې مراسمو ته بللي