افغانستانامنیتبدخشانپښتو

د ۱۴۰۵ د زمری ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون — Amu TV

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-14 23:12:14🎙 راډیو واورئ

سرچینې وايي، چې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د جمعه‌خان فاتح او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره هم دوام لري. هم‌مهاله، جمعه‌خان فاتح د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ته په یوه پیغام کې ویلي، چې له طالبانو سره ستونزه نه لري، خو په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو له استخباراتي ځواکونو سره اختلاف لري. هغه د طالبانو استخبارات د خلکو د کورونو په تلاشي کولو تورن کړی دی. له بلې خوا، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په بدخشان کې د وروستیو نښتو له امله د دغه هېواد هوايي حریم نقض شوی، استوګنیزو کورونو ته زیان اوښتی او یو ملکي وګړی وژل شوی دی. دغه وزارت طالبانو ته اعتراضي لیک هم استولی دی.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-14 23:12:14

مهالوېش

  1. Amu TV

    د ۱۴۰۵ د زمری ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-14 20:08:14

د ۱۴۰۵ د زمری ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button