سرچینې وايي، چې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د جمعهخان فاتح او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې د څلورمې پرلهپسې ورځې لپاره هم دوام لري. هممهاله، جمعهخان فاتح د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت ته په یوه پیغام کې ویلي، چې له طالبانو سره ستونزه نه لري، خو په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو له استخباراتي ځواکونو سره اختلاف لري. هغه د طالبانو استخبارات د خلکو د کورونو په تلاشي کولو تورن کړی دی. له بلې خوا، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په بدخشان کې د وروستیو نښتو له امله د دغه هېواد هوايي حریم نقض شوی، استوګنیزو کورونو ته زیان اوښتی او یو ملکي وګړی وژل شوی دی. دغه وزارت طالبانو ته اعتراضي لیک هم استولی دی.
اطلاعات کوتاه
مکانبدخشان
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-14 23:12:14
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د زمری ۲۳ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون