د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د یو بل ماتولو، شعارونو او دروغو پر ځای عملي حللارې او سیاسي ارادې ته اړتیا لري. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي. منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نهدی شوی. د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نهدي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نهشي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي. د کابل او اسلاماباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
شاه محمود میاخېل: افغانستان د شعارونو او دروغو له لارې له اوسني بحران څخه نه شي وتلی
منابع
Afghan sources
شاه محمود میاخېل: افغانستان د شعارونو او دروغو له لارې له اوسني بحران څخه نه شي وتلی