EnglishKabulافغانستانامنیت

پاکستان او ناروې د افغانستان امنیت، ترهګرۍ او ناقانونه کډوالۍ په اړه خبرې… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 04:26:46🎙 Listen to radio

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر اسپن بارت ایدې سره په لیدنه کې ادعا کړې چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې د نړیوالو ګډو هڅو غوښتنه کړې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي. منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی. د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي. د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-15 04:26:46

Timeline

  1. AF International

    پاکستان او ناروې د افغانستان امنیت، ترهګرۍ او ناقانونه کډوالۍ په اړه خبرې کړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-15 02:30:38

پاکستان او ناروې د افغانستان امنیت، ترهګرۍ او ناقانونه کډوالۍ په اړه خبرې کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button