د ښځو د عدالتغوښتنې نړیوالې شبکې د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۵مې په مناسبت، د طالبانو حکومت او د هغوی «ځپونکي او تبعیضي سیاستونه» رد کړي او په افغانستان کې یې د یوه مشروع، ټولشموله، ځوابویونکي او د بشري حقونو پر بنسټ د نظام غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله د ۵۶ هېوادونو ګډه اعلامیه ولوسته. په دې اعلامیه کې راغلي، چې دا هېوادونه د نړیوالې اجنډا په سر کې د افغانستان د ساتلو، د ملګرو ملتونو له لارې د همکاریو او د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کوي. د دغې اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه او تګلارې لغوه کړي او د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي. په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ هم په خپله اېکسپاڼه په یو یادښت کې د نړیوالې ټولنې په کاري لومړیتوبونو کې د افغانستان د ژغورلو او په لومړیتوب کې د ساتلو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. په دې یادښت کې راغلي، چې ډنمارک به د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ښځو د عدالتغوښتنې نړیواله شبکه: د طالبانو حکومت او تبعیضي سیاستونه نه منو
منابع
Afghan sources
د ښځو د عدالتغوښتنې نړیواله شبکه: د طالبانو حکومت او تبعیضي سیاستونه نه منو