کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې له ایرلنډ سره خپله پنځمه او وروستۍ لوبه نن ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله نن د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په پنځمه او وروستۍ لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي. دغهراز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوه، په دویمه، درېیمه او څلورمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته ماته ورکړه او ننې لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان لوبډلې د دغې لوبلړۍ اتلولي وار له مخې ګټلې ده.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي
Sources
Afghan sources
کرکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له ایرلنډ سره پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي