EconomyKabulافغانستانپښتو

د ا.ا پنځه کلن مزل؛ اقتصادي ننګونې او پرمختګونه څه وو؟ — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-15 07:45:27🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په تېرو پنځو کلونو کې، د بهرنیو مرستو کمښت، د افغانستان د شتمنۍ کنګل‌والی او بانکي محدودیتونو په څېر ننګونو تر څنګ، د افغانۍ د ارزښت لوړېدل، د انفلاسیون کنټرول، د کورنیو عوایدو زیاتوالی او د یو شمېر لویو اقتصادي پروژو پلي کېدل د هېواد د اقتصاد له مهمو بدلونونو څخه دي. د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د نظام د بدلون او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه ده. په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، امریکا د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه چې د راپورونو له مخې، د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ اووه میلیارد ډالره په امریکا او پاتې یې په اروپايي هېوادونو کې دي. خو په دې پنځو کلونو کې د افغانستان اقتصاد له کومو بدلونونو او توپیرونو سره مخ شوی او په هېواد کې کوم کارونه ترسره شوي دي؟ اقتصادي شاخصونو ته کتنه؛ له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۶ کال پورې د اقتصادي شاخصونو ارزونه ښيي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په تېرو پنځو کلونو کې بېلابېل بدلونونه تجربه کړي دي. د کار نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه شاوخوا ۱۳،۳ سلنه اټکل شوې وه. نړیوال بانک په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د بې‌کارۍ کچه ۱۳،۴…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-15 07:45:27

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ا.ا پنځه کلن مزل؛ اقتصادي ننګونې او پرمختګونه څه وو؟

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 12:13:50

د ا.ا پنځه کلن مزل؛ اقتصادي ننګونې او پرمختګونه څه وو؟

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button