Englishافغانستانامنیت

راپور: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کلن… — Amu TV

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-15 11:14:26🎙 Listen to radio

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پينځو کلونو تېرېدو وروسته، رسنۍ او خبریالان له خورا سختو استبدادي فشارونو او بې‌ساریو محدودیتونو سره مخ دي. د سلګونو غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو سقوط، د لسګونو خبریالانو او مدني فعالانو نیول، پر ښځینه خبریالانو د سختو او جبري چادري او حجاب لګول، او د «طلوع‌نیوز» او «تمدن» پر ټلوېزیوني شبکو ناڅاپي بریدونه او تعلیق د دغو کلونو تر ټولو مهمې او اندېښمنونکې پېښې ګڼل کېږي. له دې ټولو ننګونو سره سره، په تېره یوه میاشت کې «بشیر هاتف» د یو کال زندان له تېرولو او «حمید فرهادي» له کابو دوو کلونو بند وروسته د طالبانو له توقیف ځایونو ازاد شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې، طالبانو څه باندې ۲۰ سراسري لارښوونې او په ولایتي کچه لسګونه متفرقه امرونه صادر کړي دي. د «بې پولې خبریالانو سازمان» RSF)) په وینا، دا ټول حکمونه په هېواد کې د بیان ازادۍ د نابودولو په موخه ترسره شوي، چې له امله یې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د خورا ناامنه او بې‌ازادۍ په ۱۷۵م پوړ کې راغلی دی. د «نی» یا په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو پينځو کلونو کې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو پر وړاندې له ۷۰۰ زیات د تاوتریخوالي موارد ثبت شوي دي،…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-15 11:14:26

Timeline

  1. Amu TV

    راپور: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کلن خنډونه | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-15 10:27:50

راپور: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کلن خنډونه | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button