د افغانستان بانک نن(پنجشنبه د زمري دوهویشتمه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ویزهکارت او نوي «حسابپی» کاریال مخکتنه وکړه. د افغانستان بانک د څار مرستیال احمدشاهپور میاخېل په دې مراسمو کې د پیسو د ورکړې او ایستلو لپاره د خلکو له لوري د ډیجیټلي کارتونو پر کارولو ټینګار وکړ. میاخېل ویلي؛ د خلکو باور رامنځته کول او هغوی ته د غوره مالي خدمتونو وړاندې کول د دغه بانک یو کاري لومړیتوب دي. هغه زیاته کړې، د هېواد مالي نظام ډیجیټلي کول د راکړو ورکړو د برښنايي کولو په برخه کې مهم ګام دی. هغه ویلي:« زمونږ یوازنی هدف دا دی، چې هر افغان وکولی شي خپلې پیسې د کارت، ګرځند او یا نورو وسیلو له لارې ورکړي.» دغه راز د ځینو شرکتونو مسوولانو ویلي، چې په افغانستان کې یو میلیون فعال پېرېدونکي د «پيحساب » له خدمتونو ګټه اخلي. دوی ټینګار کړی، چې د مالي خدمتونو په برخه کې د ډېرو آسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي. د یوه شرکت خاوند احمد خالد ودان د مراسمو ګډونوالو ته ویلي:« زمونږ موخه یوازې د یوه کاریال جوړول نهدي: بلکې موخه مو دا ده، چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي، خوندي او باوري ډیجیټلي مالي نظام په جوړولو کې ونډه واخلو.» دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله په هېواد کې د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News