EconomyKabulافغانستاندری

د زمري ۲۴مه؛ په کابل کې نشراتي او کلتوري ښارګوټی او د کتاب… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-15 23:17:10🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن‌کريم ليکلو او بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري؛ د زمري ۲۴ مې او ۲۸مې د نمانځنې په وياړ؛ د نشراتي او کلتوري ښارګوټي او د کتاب يو اوونيز نندارتون پرانیسته نن د کابل په ماشين‌خانه کې ترسره شوه. دغه ښارګوټی په افغانستان کې د چاپ او خپرولو صنعت د ملاتړ، د ناشرانو او کتاب‌ پلورونکو د اثارو معرفي کولو، د کتاب ‌لوستنې کلتور د ودې او همدا رنګه د کلتوري او نشراتي فعالیتونو ته د زمینې برابرولو په موخه ځانګړی شوی دی.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، په خپلو خبرو کې وویل چې دغه وزارت د کتاب د نشر او خپراوي او د مطابعو ملاتړ کوي او لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.فراهي دغه راز د هېواد له لیکوالانو، ناشرانو او هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې د کتاب لیکلو او د مطالعې کلتور د پیاوړتیا او ترویج په برخه کې؛ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي.وروسته، د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د کتاب پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې انقلاب په توره راځي؛ خو ساتل یې په قلم او کتاب دي.هغه، په هېواد کې د علم ودې او مطالعې کلتور ترویج لپاره د عامه پوهاوي پر ترسره کولو او د لیکوالانو پر هڅولو ټینګار وکړ.د غونډې په دوام د ناشرانو اتحادیې په استازیتوب سید احمد صدیقي خبرې وکړې او ویې ویل: "په تېرو څو لسیزو کې افغانستان کې کتاب ته هېڅ توجه نه ده شوې؛ خو د اسلامي امارت په بیاواکمنۍ سره؛ کتاب او قلم ته ځانګړې پاملرنه شوې چې موږ یې قدرداني کوو."هغه په کلتوري مرکز د حربي ماشین خانې بدلون؛ کلتوري برخې ته د اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه او پر ځای اقدام وباله او له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د خپلې علمي کچې لوړولو په خاطر دې کتابونه وپېري او مطالعه یې کړي.هېره دې نه وي چې د کابل ښار په دویمه ناحیه کې حربي ماشین خانه، څه باندې ۱۳۰ کاله وړاندې د امیر شېرعلي خان په دوره کې د بېلابېلو وسلو د جوړولو په موخه رامنځته شوه چې په دغو وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي هدایت له مخې؛ د ناشرانو او کتاب پلورونکو په اختیار کې ورکړ شوی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-15 23:17:10

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د زمري ۲۴مه؛ په کابل کې نشراتي او کلتوري ښارګوټی او د کتاب نندارتون پرانيستل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 15:01:30

د زمري ۲۴مه؛ په کابل کې نشراتي او کلتوري ښارګوټی او د کتاب نندارتون پرانيستل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button