د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د پروان پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یو ځل بیا د طالبانو له مشرۍ څخه پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه څه پر وړاندې یې مخالفت ناروا بللی چې نوموړي یې اسلامي نظام بولي. ندیم پرون د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د پروان پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل، له اسلامي نظام سره مخالفت جایز نه دی او هر څوک چې د دغه جوړښت پر وړاندې بغاوت وکړي، د هغه په وینا، باغي او واجبالقتل ګڼل کېږي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي او د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده اطاعت وکړي. ندیم د طالبانو فرمانونه او مقررات د خدای او د پیغمبر لارښوونې وبلل او د دغې ډلې د مشر له اطاعت څخه یې نافرماني ناروا وبلله. د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې د افغانستان پخوانی حکومت داسې نظام وباله چې قوانین یې د خلکو له افکارو څخه سرچینه اخیسته او ادعا یې وکړه چې په هغه دوره کې جهاد پر مسلمانانو فرض عین و. نوموړي ادعا وکړه چې افغانستان له کلونو ناامنۍ وروسته د اصلاح او ابادۍ پر لور روان دی او د دغه بهیر لپاره صبر او وخت ته اړتیا ده. د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
ندیم: د اسلامي نظام پر وړاندې مخالفت ناروا دی