EnglishKabulافغانستانامنیت

د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې روانې دي؛ په… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-16 08:47:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): الجزیرې راپور ورکړی چې ایران او عمان په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي؛ په ورته وخت کې، د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. الجزیرې نن یکشنبه راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران له عمان سره په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو د رامنځته کولو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکوي. عراقچي ویلي چې د دغې لارې بیا پرانیستل د امریکا له خوا د هغې هوکړې پر عملي کولو پورې تړلي چې د جون په میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوې وه. هغه دغه راز ویلي چې ایران تر اوسه له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په اړه پرېکړه نه ده کړې. د ده په وینا، قطر او پاکستان د پیغامونو د لېږد لپاره له ایران سره په تماس کې دي، خو دغه اړیکې له امریکا سره د خبرو د بیا پیل په معنا نه دي. الجزیرې لیکلي چې ایران له عمان سره په جلا توګه په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو د رامنځته کولو پر یوه تخنیکي بهیر کار کوي، خو تهران له دغې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-16 08:47:06

Timeline

  1. Pajhwok

    د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې روانې دي؛ په لبنان کې ۱۱ کسان وژل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-16 13:15:55

د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان خبرې روانې دي؛ په لبنان کې ۱۱ کسان وژل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button