د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سرخاندریا او چین سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، کابل چمتو دی چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د چینايي او ازبکستاني شرکتونو پانګونې جذب کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهاوف، د چین د ولسي جمهوریت د کلتور وزیر، د سرخاندریا والي اولوغ بیک قاسیموف، د بلخ والي محمدیوسف وفا، په تاشکند کې د سرپرست حکومت سفیر عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت او د افغانستان د خصوصي سکتور یو شمېر استازو هم ګډون کړی و. د صنعت او سوداګرۍ وزیر په خپله وینا کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له منځنۍ اسیا او چین سره د نویو ترانزیټي دهلېزونو پر جوړولو، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان، ازبکستان او چین ترمنځ د نویو پانګونېزو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
سرچینې
External sources
افغانستان، ازبکستان او چین د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ