Economyافغانستاندریلوګر

افغانستان د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل

در حال تکمیلEconomyلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-16 09:17:38🎙 رادیو را بشنوید

رحیم‌الله نجمي او ذبیح‌الله احساني د خپلو سیالانو په ماتولو سره د غیږنیونې په نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته دوه د برونزو ارزښتناک مډالونه وګټل. د افغانستان د کورش فدراسیون مسوولان وایي، ذبیح‌الله احساني په اوه اتیا کیلوګرامه وزن کې له استراحت قرعې وروسته د ایران او سویلي کوریا استازي مات کړل او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ. همدارنګه، رحیم‌الله نجمي په پنځه شپیته کیلوګرامه وزن کې د اذربایجان او ایران د استازو پر وړاندې په بریاوو سره د دې سیالیو د برونزو مډال وګاټه. د افغانستان د کورش ملي لوبغاړو د دوو برونزو مډالونو ترڅنګ، د دغو سیالیو له ګډون څخه لس زره امریکایي ډالره جایزه هم ترلاسه کړې ده. د کورش ورزشکارانو په دې معتبره سیالۍ کې د دوو مډالونو په ګټلو سره افغانستان ته د نړۍ درېیم مقام هم ترلاسه کړ. د غیږ نیونې نړیوالې سیالۍ د تاجکستان په کوربه‌توب ترسره شوې وې.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-16 09:17:38

خط زمانی

  1. Parstoday

    افغانستان د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-16 09:14:28

افغانستان د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه وګټل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button