کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د تېر حکومت پر مهال د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې امر حاجي ورور اڅکزی د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د وسلهوالو موټرسایکلسپرو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د هغه کورنۍ ته یوه نږدې کس موسی کلیم پژواک ته وویل چې پر حاجي ورور اڅکزي نن یکشنبه سهار په کوېټه کې برید شوی دی. هغه زیاته کړه، اڅکزی د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته کوېټې ته تللی و او له هغه راهیسې یې په دغه ښار کې ژوند کاوه. د نوموړي په خبره چې د برید د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورسره نشته.
Quick facts
Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-16 12:03:41
Timeline
-
Pajhwok
د تېر حکومت مهال د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې امر کوېټه کې وژل شوی
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-16 16:32:57
د تېر حکومت مهال د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې امر کوېټه کې وژل شوی