DiplomacyEnglishافغانستان

له پاکستانه ۷۲۴ مرستندویه لارۍ افغانستان ته رسېدلې — Dw

DevelopingDiplomacy1 SourcesUpdated: 2026-08-16 13:51:16🎙 Listen to radio

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د روانو سرحدي کړکېچونو او د ځمکنۍ پولې له نږدې بشپړ تړل کېدو سره سره، د نړیوالو بشري مرستو ۷۲۴ لارۍ د پاکستان له لارې افغانستان ته رسېدلې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویاندې اولګا چېرویکا د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په مرستندویه کاروان کې خوراکي او نور اړین بشري مرستندویه توکي شامل دي. په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له بحران سره مخ دي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو استوګن او د بشري چارو همغږي کوونکي محمد یحیی پر اېکس ټولنیزه شبکه ولیکل: «۷۲۴ لارۍ له بشري مرستو سره د تورخم پولې له لارې افغانستان ته ورسېدې، چې هلته دغو مرستو ته سخته اړتیا وه.» هغه د دې بشري مرستندویه لارې د پرانیستې ساتلو په برخه کې د همکارۍ له امله له پاکستان او نورو اړوندو خواوو څخه هم مننه وکړه. نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د روانې میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو شدیده خوارځواکي د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې ده. د نړیوال خوراکي پروګرام په وینا، د تېر کال ویجاړوونکو زلزلو، د روان کال اقلیمي ناورینونو او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان…

Quick facts

TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-16 13:51:16

Timeline

  1. Dw

    له پاکستانه ۷۲۴ مرستندویه لارۍ افغانستان ته رسېدلې

Sources

External sources

DwPS
2026-08-16 13:43:43

له پاکستانه ۷۲۴ مرستندویه لارۍ افغانستان ته رسېدلې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button