د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د افغان محصلینو د ویزو د تمدید په برخه کې د اوږدمهاله ځنډ له امله، په پاکستان کې زرګونه افغان محصلین له جدي ستونزو او د خپلو زدهکړو د دوام په اړه له اندېښنو سره مخ دي. د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د نورستان د مرکز پارون اړوند په پشکي کلي کې د طالبانو د استخباراتو د ولایتي مشر قاري ضیاءالحق یاسر درېیو کارکوونکو د سیند پر غاړه پر څو نورستاني نجونو چې پر خپلو جامو مینځلو بوختې وې، د جنسي تېري هڅه کړې وه، خو د نجونو له مقاومت سره مخ شول او بیا د سیمې د خلکو او یادو کسانو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه. په نورستان کې ښځې په سنتي ډول تر ډېره په ځمکو کې د کرکیلې چارې مخته وړي او د جامو مینځلو لپاره له کورونو بهر د ویالو او سیند غاړو ته ځي. د نورستان د استخباراتو د کارکوونکو د همدې هڅې په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو له لوري د راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو ولایتي ادارې پر یادې پيښې د پردې اچولو لپاره ادعا کړې وه، چې یاد طالب مسوولین سیند ته د کبانو د نیولو لپاره تللي وو، خو دا چې د کبانو نیول منع دي، نو د سیمې له خلکو سره شخړه رامنځته شوې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ویزو ځنډ؛ په پاکستان کې افغان محصلین د زدهکړو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ دي
منابع
Afghan sources
د ویزو ځنډ؛ په پاکستان کې افغان محصلین د زدهکړو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ دي