افغانستانامنیتپښتو

د پښتونخوا په خیبر کې د وسله‌والو نښتو له امله ویجاړ شوي ۲۱… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 04:40:10🎙 راډیو واورئ

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د وسله‌والو نښتو پرمهال ویجاړ شوي یوشمېر دولتي ښوونځي له کلونو وروسته هم بېرته نه‌دي رغول شوي. د ودانیو د نشتوالي له امله سلګونه ماشومان په خېمو، لنډمهاله ځایونو او ان تر شین اسمان لاندې زده‌کړې کوي. چې د باجوړ د ماموند سیمې اوسېدونکې ده۳۲ کلنه زرغونه بي بي، چې اوس د پېښور په تاج اباد کې له خپلې کورنۍ د نهو نورو غړو سره په یوه درې کوټه‌ییز کور کې ژوند کوي. نوموړې افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وايي، په خپله سیمه کې ډرون بریدونه، ډزې او مرګ‌ژوبله دومره عامه شوې وه چې تل به د خپل مېړه، ماشومانو او نورو خپلوانو د ژوند په اړه وېره ورسره وه. د هغې په وینا، د سخت ذهني فشار له امله به یې څو شپې خوب نه شو کولی، تل به بې‌قراره او وارخطا وه او وروسته یې اشتها او د ورځني ژوند چارې هم اغېزمنې شوې. زرغونه بي بي وايي، له سیمې تر بې‌ځایه کېدو وروسته هم رواني سکون نه دی موندلی، ځکه اقتصادي ستونزې، محدود امکانات او د ماشومانو د راتلونکي اندېښنې یې لا زیاتې شوې دي. د تیراه درې اوسېدونکی شېر زمان هم وايي چې بې‌ځایه کېدو یې د کورنۍ عادي ژوند له منځه وړی دی. هغه وايي: «زموږ د کلونو جوړ کړی ژوند راپرېوت، د کور ښځې او…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 04:40:10

مهالوېش

  1. AF International

    د پښتونخوا په خیبر کې د وسله‌والو نښتو له امله ویجاړ شوي ۲۱ ښوونځي لاهم نه‌دي رغول شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-17 02:54:02

د پښتونخوا په خیبر کې د وسله‌والو نښتو له امله ویجاړ شوي ۲۱ ښوونځي لاهم نه‌دي رغول شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button