له پولیو د پاک افغانستان ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کمپاین کې ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونه شامل دي. سرچینې زیاته کړې چې د پولیو واکسین کمپاین به د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو، د هرات په دوو او د فراه په دوو ولسوالیو کې ترسره شي. یادې ادارې ویلي چې د دغه کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ وروستیو مثبتو پېښو ته چټک غبرګون ښودل او د ویروس د لا خپرېدو مخنیوی دی.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 05:27:24
مهالوېش
-
Pajhwok
نن د هېواد پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي