EconomyKabulافغانستاندری

هند کې د یوه معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله اووه… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-17 09:14:34🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د هند په بیهار ایالت کې د «اشوک دهم» معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. انډین اکسپرېس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن (دوشنبه) د بیهار ایالت په لکھیسرای سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه کسان د مذهبي مراسمو لپاره د ساون میاشتې د درېیمې دوشنبې په مناسبت د معبد شاوخوا راټول شوي وو. د راپور له مخې، د زیارت‌کوونکو د شمېر ناڅاپي زیاتېدو او د معبد شاوخوا جوړ شوو خنډونو ماتېدو له امله ګڼې‌ګوڼې بحراني بڼه خپله کړه. ځیني راپورونه کاږي چې د برېښنا د یوې ستنې لوېدو او د خلکو په منځ کې د برېښنا مزو موجودیت اوازې د زیارت‌کوونکو د وېرې او ګڼې‌ګوڼې لامل شوې؛ خو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې کره علت لا هم تر څېړنې لاندې دی. د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، په دې پېښه کې اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-17 09:14:34

خط زمانی

  1. Pajhwok

    هند کې د یوه معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله اووه کسان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 13:43:58

هند کې د یوه معبد مخې ته د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله اووه کسان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button