EnglishHealthافغانستانننګرهار

د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور

DevelopingHealthننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-08-17 10:56:17🎙 Listen to radio

د ننګرهار مرکزي زندان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې، چې زندانیانو پکې ښه وځلېدل. د زندان چارواکي وایي، دا ډول ورزشي سیالۍ د زندانیانو پر روغتیا او رواني وضعیت مثبت اغېز کوي او د هغوی د فکري رغونې زمینه برابروي. چارواکي زیاتوي، هغه زندانیان چې په سیالیو کې یې ښه وړتیا ښودلې، له خوشې کېدو وروسته به د ولایت او هېواد په کچه د پهلوانۍ په ډګر کې فعال شي. یو شمېر زندانیانو هم د ورته سیالیو د دوام او په زندان کې د منظم ورزشي مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د ننګرهار د المپیک، ورزش او بدني روزنې ادارې وایي، د طالبانو واک ته د رسېدو د پنځمې کالیزې په مناسبت په جلال‌اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې بېلابېلې ورزشي سیالۍ او نندارې هم ترسره کېږي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-17 10:56:17

Timeline

  1. Parstoday

    د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-17 10:45:34

د ننګرهار مرکزي زندان کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې + غږیز راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button