Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې؛ د بغلان له والي مولوي عبدالله مختار سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د بغلان پر روغتیايي وضعیت، د خدمتونو پر کیفیت او د روغتیايي بنسټونو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.د بغلان والي، د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او بشپړېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه روغتون د چارو په بشپړېدو سره به د اندراب او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې شي.دغه راز د عامې روغتیا وزير، د اندراب ولسوالۍ روغتون د پروژې ارزونې په موخه تخنيکي ټيم ته دنده سپارلې چې د ياد روغتون له ارزونې وروسته د پاتې چارو د بیا پيل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.د عامې روغتیا وزير ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شي چې په جوړېدو سره به يې ناروغانو ته د معياري او تخصصي خدمتونه وړاندې کولو زمينه برابره شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د عامې روغتيا وزير د بغلان له والي سره وکتل