Summary: د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل، چې په دې وروستیو کې د تالقان ښار له یو شمېر هټیو او درملتونونو څخه راټول کړل شوي وو، د اړوندو امارتي ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول. د تخار د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میرصدام باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل د څارنې او کنټرول په ترڅ کې له هټیو او درملتونونو څخه راټول کړل شوي او له اړوندو قانوني پړاوونو وروسته د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ له منځه یووړل شول.د یادونې وړ ده، چې د تخار د عامې روغتیا ریاست د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول او څارنې بهیر دوامداره ساتي.
اطلاعات کوتاه
مکانتخار
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-08-17 11:27:15
خط زمانی
-
Bakhtar
تخار کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول