EnglishHealthافغانستانتخار

تخار کې ۱۲ ټنه تاریخ ‌تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول — Bakhtar

DevelopingHealthتخار1 SourcesUpdated: 2026-08-17 11:27:15🎙 Listen to radio

Summary: د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل، چې په دې وروستیو کې د تالقان ښار له یو شمېر هټیو او درملتونونو څخه راټول کړل شوي وو، د اړوندو امارتي ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول. د تخار د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میرصدام باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد تاریخ‌ تېره خوراکي توکي او درمل د څارنې او کنټرول په ترڅ کې له هټیو او درملتونونو څخه راټول کړل شوي او له اړوندو قانوني پړاوونو وروسته د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ له منځه یووړل شول.د یادونې وړ ده، چې د تخار د عامې روغتیا ریاست د خلکو د روغتیا د خوندیتوب په موخه د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول او څارنې بهیر دوامداره ساتي.

Quick facts

Locationتخار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-17 11:27:15

Timeline

  1. Bakhtar

    تخار کې ۱۲ ټنه تاریخ ‌تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-17 10:27:24

تخار کې ۱۲ ټنه تاریخ ‌تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button