Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کريم ليکلو او بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري نن د دغه رياست لخوا د چاپ شويو يو شمېر کتابونو د مخکتنې غونډه ترسره شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني په ياده غونډه کې وويل چې دغه وزارت د ناشرانو او کتاب پلورونکو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه، چې د ماشین خانې ساحه د ناشرانو او کتاب پلورونکو په واک کې ورکول ښيي، چې دغه وزارت هڅه کوي د کتاب چاپ، خپرولو او پلور په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير همداراز وويل چې د کتاب له لارې علم خلکو ته په ښه ډول رسېدای شي او افغان لیکوالان بايد د کتابونو لیکلو پر مهال داسې موضوعات غوره کړي، چې ټولنې او لوستونکو ته ګټور وي او مفاهیم یې په اسانه توګه درک کېدای شي. ورته مهال د دغه وزارت د خپرونو چارو معين مولوي مهاجر فراهي وويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د کتاب برخې ته ډېره پاملرنه شوې ده. هغه همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ناشرانو او کتاب پلورونکو ته د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو ډاډ هم ورکړ. په همدې حال کې د غونډې ګډونوالو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د ورسپارل شويو کتابونو په اړه يې خپل نظرونه شريک کړل. هغوی همدارنګه د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د بېلابېلو ليکوالانو د کتابونو چاپول نېک ګام وباله او دا يې له هغو ليکوالانو سره لويه همکاري وبلله چې د خپلو تاليفاتو د چاپولو توان نلري. د يادونې وړ ده، چې دغه برنامه د زمري د ۲۴ مې او ۲۸مې په وياړ چې له کفري ښکېلاک څخه د ازاديو وياړمنې ورځې دي جوړه شوې وه.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: د ناشرانو او کتاب پلورونکو ملاتړ ته ژمن يو
سرچینې
Afghan sources
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير: د ناشرانو او کتاب پلورونکو ملاتړ ته ژمن يو