Healthافغانستانخوستدری

خوست مېشتو ته زېری؛ د خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی روغتون خپلې… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-17 23:27:22🎙 رادیو را بشنوید

Summary: خوست کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او ځینو نورو لوړ پوړو افغان چارواکو په شتون کې د یوه معیاري روغتون پرانیسته وشوه. مسوولین وايي، دغه روغتون د البدر خيريه بنسټ له لوري پر درې جریبه ځمکه د یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې د روغتيايي خدمتونو سربېره، ارام چاپېریال، جومات، هوټل او نورې بېلابېلې اسانتياوې لري.د پرانېستې په مراسمو کې ښاغلي حقاني ویلي، چې د هېواد د ځان‌ بسیاینې او له نورو څخه د بې ‌نیازۍ لپاره کار کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.ښاغلي حقاني وویل، چې افغانان له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي او په ځینو مواردو کې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي؛ نو اړینه ده چې په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او خلکو ته د باور وړ اسانتیاوې برابرې شي.د یاد روغتون مسوول قاري ظاهر وقاص ویلي، چې په دغه روغتیایی مرکز کې د متخصصو ډاکټرانو فیس يوازې ۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، د عاجل څانګې خدمات وړیا دي او د ماشومانو، نسایي ولادي او جراحي برخو کې ناروغانو ته تر ۶۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې له روغتیايي خدمتونو ترلاسه کېدونکي عواید به د روغتون د کارکوونکو د معاشونو، درملو، لابراتواري او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لګول کېږي.د وقاص په خبره، په یاد روغتون کې عصري طبي وسایل نصب شوي او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې د زړه ناروغیو د درملنې خدمتونه هم پیل شي.د خوست ځايي مسوولینو دا اقدام د ټولو په ګټه بللی او د دې بنسټ‌ له کارکوونکو یې غوښتي، چې له خلکو سره په اخلاص او د خدمت په روحیه چلند وکړي.باختر اژانس سره په خبرو کې خوست مېشتو ویلي، چې دا روغتون د خوست ولسونو ته د روغتيا په ډګر کې هغه ډول اسانتيا ده، چې تر دې وړاندې یې یوازې یو خیال باله.د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره د روغتیا په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-17 23:27:22

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست مېشتو ته زېری؛ د خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی روغتون خپلې چارې پیل کړې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-17 11:30:27

خوست مېشتو ته زېری؛ د خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی روغتون خپلې چارې پیل کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button