د امریکا د کلوراډو ایالت په ډېنور ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي ټي ایم) او مېشتو افغانانو له لوري «له امو تر اباسینه؛ یو ملت، یو هدف» تر نښان لاندې یوه ستره کلتوري او ملي غونډه ترسره شوه. د دغې غونډې د جوړېدو موخه په بهر کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د ګډ افغاني هویت ساتنه، د ملي شعور بیدارول او له شته ننګونو سره د مبارزې لپاره د متوازن لیدلوري رامنځته کول ښودل شوي دي. په دغه پرتمینه راټولېدنه کې، چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه ګڼ شمېر افغانانو، فرهنګیانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین هم ګډونوالو ته (انلاین) وینا وکړه. نوموړي پر ملي پیوستون د خورا ډېر ټینګار ترڅنګ وویل، چې د ډېورنډ دواړو غاړو ته مېشت افغانان له سختو تاریخي او سیاسي فشارونو تیریږي او له اوسني بحران او انزوا څخه د وتلو یوازینۍ لاره باثباته ملي یووالی او د ګډ برخلیک پالل دي. د غونډې تنظیموونکو او ګډونوالو په خپلو ويناو کې څرګنده کړه، چې په هېواد کې د روان وضعیت، بشري تحولاتو او د کډوالو د ستونزو پر وړاندې باید د افغانانو غږ یو او رسا وي. د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې افغاني ملي هویت او ګډ تاريخي ارزښتونه باید د هېڅ راز سیاسي معاملواو داخلي تاوېدنو قرباني نشي. دا ډول…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
له امو تر اباسینه؛ په امریکا کې د افغانانو غونډه؛ منظور پشتین پر ملي پیوستون ټینګار وکړ | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
له امو تر اباسینه؛ په امریکا کې د افغانانو غونډه؛ منظور پشتین پر ملي پیوستون ټینګار وکړ | آمو ټلویزیون