په افغانستان کې د مخ په زیاتېدونکې وزګارۍ او سختو اقتصادي شرایطو سره سره، د بامیان ولایت یو شمېر ځوانانو په لږه پانګه او محدودو امکاناتو د کوچنیو سوداګریزو او خدمتي فعالیتونو پیلولو ته مخه کړې ده. دوی وایي، د دولتي یا رسمي دندو د موندلو لپاره د منتظر پاتې کېدو پر ځای یې د روغتیایي کلینیکونو، درملتونونو، د غاښونو د درملنې او نورو خدمتي فعالیتونو له لارې ځانونو ته د روزګار زمینه برابره کړې او د خپلو کورنیو لګښتونه تامینوي. علی رضا، یو له دغو ځوانانو څخه دی چې په بامیان کې یې په لږه پانګه د غاښونو درملنې یو وړوکی کلینیک پرانیستی دی. هغه وایي، په پیل کې یې امکانات خورا کم وو، خو د زحمت له لارې یې د ناروغانو پام ور واړاوه. رضا وايي: «شاوخوا یو کال کېږي چې دغه فعالیت کوم. الحمدلله اوس وضعیت ښه دی. هره ورځ له پينځو تر لسو پورې ناروغان لرم او شته عاید مې ښه دی. د خدای په فضل ژوند پر همدې کار پر مخ وړم.» په بامیان کې یو شمېر له لوړو زده کړو فارغ شوي ځوانان هم وايي، چې د زدهکړو تر فراغت وروسته د رسمي کاري فرصتونو د نشتوالي له امله یې شخصي او کوچنیو سوداګریو ته پاملرنه کړې ده. د بامیان یوتن اوسېدونکی محمد حسین وايي: «زه په ۱۴۰۲ کال کې له بامیان پوهنتون څخه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
په بامیان کې ځوانانو کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
په بامیان کې ځوانانو کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې | آمو ټلویزیون