په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پاکستان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورن کړی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې د ګاونډیانو د ملامتولو پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ویلي، پاکستان باید خپلې ستونزې د ګاونډیو هېوادونو په تورنولو نه، بلکې د سیمهییزې همکارۍ او مناسبو اړیکو له لارې حل کړي. د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. پاکستان پر افغانستان د ناامنۍ په رامنځته کولو کې د لاس لرلو تورونه لګولي، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
مجاهد: پاکستان دې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي
سرچینې
External sources
مجاهد: پاکستان دې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ پر ځای خپلې امنیتي ستونزې حل کړي