EnglishKabulافغانستانامنیت

د ټرمپ محبوبیت د ولسمشرۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-18 05:47:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د رویټرز او اېپسوس یوه نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې؛ په ورته وخت کې، له هرو پنځو امریکایانو یوازې یوه ویلي چې له ایران سره جګړه د لګښتونو ارزښت لري. رویټرز راپور ورکړی چې په دې څلورورځنۍ نظرپوښتنه کې یوازې ۳۳ سلنه ګډونوالو ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ کړنې تاییدوي، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه نورو د هغه له کړنو ناخوښي څرګنده کړې ده. د راپور له مخې، د روانې میاشتې په لومړیو کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې د ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۵ سلنه وه او اوسنۍ شمېره د هغه د ولسمشرۍ په روانه دوره کې تر ټولو ټیټه کچه ده. دغه کچه د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره ده. رویټرز لیکلي، ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې داسې مهال یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته ستون شو چې له نیمايي لږ کمو امریکایانو یې کړنې تاییدولې، خو روان کال له اسراییلو سره یوځای پر ایران د برید له امر وروسته یې محبوبیت کم شوی دی. ټرمپ د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی او جمهوري غوښتونکي اوس هڅه کوي چې د نومبر میاشتې په منځمهاله ټاکنو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-18 05:47:04

Timeline

  1. Pajhwok

    د ټرمپ محبوبیت د ولسمشرۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-18 10:13:45

د ټرمپ محبوبیت د ولسمشرۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button