Kabulافغانستانامنیتدری

روسیې د اوکراین له خوا د بریتانوي ډرونونو د کارولو په تړاو لندن… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-18 06:15:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): روسیې وروسته له هغو راپورونو چې اوکراین د روسیې په خاوره کې د لیرې واټن بریدونو لپاره بریتانوي ډرونونه کارولي، بریتانیا ته د «پایلو» خبرداری ورکړی؛ لندن بیا وایي، له اوکراین سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. سکای‌نیوز د روسیې د سفارت د بیان په حواله راپور ورکړی چې په لندن کې د روسیې سفارت ویلي، د بریتانوي ډرونونو د کارولو راپورونه ښيي چې لندن د اوکراین د جګړې د پراخېدو لاره غوره کوي، په داسې حال کې چې د سولې غوښتنه هم کوي. سرچینې د سفارت له قوله لیکلي چې د لندن اقدامات به «پایلې» ولري او څومره چې بریتانیا په دې جګړه کې ژوره ښکېلېږي، په هماغه اندازه به یې «بیه» لوړېږي. د بریتانیا دفاع وزارت د روسیې د دغه خبرداري په غبرګون کې ویلي، هېواد یې له اوکراین سره «اوږه په اوږه» ولاړ دی او کییف ته به هغه تجهیزات برابر کړي چې د روسیې د برید پر وړاندې د ځان دفاع لپاره ورته اړتیا لري. د بریتانیا دفاع وزارت زیاته کړې چې روسیه باید د بریتانیا د حکومت پر هوډ شک ونه کړي چې په اوکراین او د بریتانیا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د روسیې د اقداماتو مقابله کوي. سکای‌نیوز د ټایمز ورځپاڼې د راپور په حواله لیکلي چې اوکراین له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-18 06:15:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    روسیې د اوکراین له خوا د بریتانوي ډرونونو د کارولو په تړاو لندن ته خبرداری ورکړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-18 10:44:09

روسیې د اوکراین له خوا د بریتانوي ډرونونو د کارولو په تړاو لندن ته خبرداری ورکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button