Kabulافغانستانامنیتدری

د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته د نږدې ۷۰ ټنه بې‌کیفیته توکو د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-18 07:28:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي، د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته د نږدې ۷۰ ټنه ساختماني او نساجي توکو د راوړلو مخه نیول شوې؛ ځکه ارزونو ښودلې چې دغو توکو ټاکل شوي معیارونه نه وو پوره کړي. یادې ادارې نن (سه‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وارداتي توکو د کیفیت د څار او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په دوام، یاد توکي د اسلام‌کلا بندر د معیار او کیفیت آمریت له خوا ارزول شوې او له ټاکل شوو معیارونو سره برابر نه وو. د خبرپاڼې له مخې، په دغو توکو کې ۴۰ زره او ۸۲۰ کیلوګرامه ګاډر او ۲۸ زره او ۹۲۰ کیلوګرامه غالۍ شاملې وې چې ټول وزن یې ۶۹ زره او ۷۴۰ کیلوګرامه کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د معیار او کیفیت اداره په دوامدار ډول د بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیسي او د کیفیت، خوندیتوب او د مصرفوونکو د باور د تامین لپاره ګامونه اخلي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-18 07:28:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته د نږدې ۷۰ ټنه بې‌کیفیته توکو د راوړلو مخه ونیول شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-18 11:55:18

د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته د نږدې ۷۰ ټنه بې‌کیفیته توکو د راوړلو مخه ونیول شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button