کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنعت او معدن خونې د یوه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک کړه؛ ټاکل شوې د دغه شرکت له لارې د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې راټولې او د لویو پروژو د تمویل لپاره ترې ګډه استفاده وشي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، نن (سهشنبه، د زمري ۲۷مه) د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د صنعت او معدن خونې ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه. ملا برادر اخوند په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې د دغه سهامي شرکت جوړېدل به د لویو اقتصادي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او د پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم رول ولري. هغه ویلي چې دا د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره د یوه منظم او عملي مسیر د رامنځته کولو هڅه ده. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، خصوصي سکټور د اسلامي امارت ترڅنګ د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او د تولید په زیاتوالي، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د صادراتو په پراختیا او د لویو پروژو په تمویل کې اساسي ونډه اخیستلای شي. هغه زیاته کړې چې د دغه شرکت له لارې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د لویو پروژو د تمویل لپاره د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه
منابع
Afghan sources
د لویو پروژو د تمویل لپاره د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه