Kabulافغانستانامنیتدری

میدان‌وردګو او بدخشان کې د ۲۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیول… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-18 09:07:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په میدان‌وردګو او بدخشان کې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۲۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف شوي او د قاچاق په تړاو یې ۹ کسان نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې د یوه کشفي اقدام په پایله کې ۱۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي او د قاچاق په تړاو یې پنځه کسان نیولي دي. دغه وزارت په یوه بل خبر کې ویلي چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت د کشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو پر مهال د څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان نیول شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د نورو څېړنو او پلټنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-18 09:07:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    میدان‌وردګو او بدخشان کې د ۲۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-18 13:34:45

میدان‌وردګو او بدخشان کې د ۲۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button