د افغانستان د خصوصي سکتور يو ۳۰ کسیز پلاوی، د افغانستان او ایران د ګډې خونې د مشر کمالالدین توحید په مشرۍ، د نړیوال ساختماني صنعت په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته راغلی دی. د دغه پلاوي په ترکیب کې یو شمېر افغان سوداګر او د خصوصي سکتور استازي شامل دي. د معلوماتو له مخې، د پلاوي د سفر موخه د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو پېژندل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د ګډې سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نویو لارو موندل دي. ټاکل شوې چې افغان پلاوی په تهران کې له ایراني سوداګرو، پانګوالو او اقتصادي فعالانو سره هم لیدنې ولري. تمه ده، په دغو ناستو کې د ګډو پانګونو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشي. د اقتصادي چارو کارپوهان سيال وردګ او معين ګل څمکنی وايي، د افغانستان او ایران د خصوصي سکتورونو ترمنځ دا ډول ناستې کولی شي د سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پانګونو لپاره زمینه برابره کړي. دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت له ایران سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي. څو ورځې وړاندې په کابل کې د کرنې نړیوال نندارتون هم جوړ شو چې د ایران ۵۵ شرکتونو په کې ګډون…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان او ایران د ګډې خونې په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته راغې
منابع
External sources
د افغانستان او ایران د ګډې خونې په مشرۍ ۳۰ کسیز پلاوی تهران ته راغې