Summary: د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په ایور بالا کلي کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت د یاوان ولسوال مولوي عبدالمنان مخلص باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د سیمې اوسېدونکو د اړتیا له مخې د «کونسېرن» دفتر له لوري قرارداد شوې او عملي چارې یې پیل شوې دي.د نوموړي په وینا، د یادې اوبو رسولو شبکې په بشپړېدو سره به د ایور بالا کلي سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.ځايي مسوولین وايي، چې د دې پروژې پلي کېدل به د سیمې اوسېدونکو روغتیايي وضعیت ښه کړي او د څښاک اوبو ته د لاسرسي شته ستونزې به یې تر ډېره راکمې کړي.
لنډ معلومات
ځایبدخشان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-18 11:32:01
مهالوېش
-
Bakhtar
بدخشان کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-18 11:03:38
بدخشان کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې پیل شوې