EconomyEnglishافغانستانبغلان

بغلان کې د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar

DevelopingEconomyبغلان1 SourcesUpdated: 2026-08-18 11:32:05🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان ولایت د پلخمري ښار په شپږو ناحیو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې «یونپس» په مالي ملاتړ د نږدې یونیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ ټولګټو پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې. د دغو پروژو له ډلې د پلخمري ښار په درېیو ناحیو کې د ۲۴ میلیونه ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.د پلخمري ښاروال قاري نقیب‌الله محمدي باختر اژانس ته وویل، چې دغه درې سړکونه نږدې دوه کیلومتره اوږدوالی او ۵.۵ متره سور لري.د نوموړي په وینا، د یادو سړکونو په جوړېدو سره به سلګونو کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او لسګونو سیمه‌ ییزو اوسېدونکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.هغه زیاته کړه، چې د ۱۴ پروژو په ډله کې د فرعي سړکونو او تفریحي پارکونو جوړول او د اوبو کانالونو رغول شامل دي، چې د پلخمري ښار په شپږو ناحیو کې به پلې شي.په همدې حال کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د پروژو د چارو پر باکیفیته پلي کېدو، د کار له بهیر څخه پر جدي څارنې او د ښاري فرهنګ پر مراعات ټینګار وکړ.د سیمې اوسېدونکو د دغو پروژو د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، چې له دې وړاندې یې د سړکونو او ښاري خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د یادو پروژو پلي کېدل به د دوی یو شمېر ستونزې هوارې کړي.

Quick facts

Locationبغلان
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-18 11:32:05

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-18 10:37:39

بغلان کې د ۱۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button